امنیت

په کاپيسا ولايت کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢١
په کاپيسا ولايت کې تيره شپه په دوو جلاجلا پيښو کې دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ داوپراسيون آمر سمونوال امان الله دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه کسان دکاپيسا ولايت دکوهستان دلومړۍ برخې او دکوهبند دولسواليو اوسيدونکي وو چې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره وژل شوي دي، دامان الله دڅرګندونو له مخې ددغو کسانو دوژل کيدو انګيزه تراوسه پورې نه ده روښانه شوې په دې اړوند د پوليسوتحقيقات پيل شوي دي.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته