امنیت

يوه محصله ميرمن په مرموز ډول ووژل شوه .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
په بغلان ولايت کې يوه ځوانه ميرمن تيره شپه په مرموز ډول وژل شوې ده دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ يوه مسوول خبرځاى باختر آژانس ته وويل: دغه ځوانه ميرمن دپلخمري ښار د حکيم سنايي دخصوصي پوهنتون د طب دپوهنځي دڅلورم کال محصله وه چې په مرموز ډول وژل شوې ده .
د يوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه ميرمن دششصد کوټى په سيمه کې دتومانچې په ډزو سره وژل شوې ده او ددغې وژنې اصلى علت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته