کابل باختر دزمري اوولسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان پرون دهرات ولايت د ګلران په ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
دغه جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو غوښتل دملي اردو دځواکونو په اکمالاتي کاروان بريد وکړي .
په دې بريد کې چې دخواجه بزرګ په ساحه کې وشو او درې ساعته يې دوام درلود شپږ تنه ياغيان ټپيان او څلور تنه نورووژل شول .
په وژل شويو کسانوکې دطالبانو دډلې ديوه قوماندان ملا عصمت مړي هم شته . دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد ددغه خبر په تاييدولو سره وايي دغه راز يوه اندازه چنګي وسايل چې يو ار پي جي -٢ توغندي ويشتوونکي او يوکلاشينکوف پکې شامل دى له دوو سراچه ډوله موټرو دوو موټرسايکلونو دداشکي يو شريد سره دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
0 1 دقیقه لوستل