افغاني امنيتي ځواکونو او دائتلاف قوتونو په څو عملياتوکې چې دهيواد په ځينو ولايتونوکې يې ترسره کړل دوسله والو طالبانو د ډلې يو غړي وواژه اونهه تنه نور يې ونيولي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ دغه عمليات دکابل ، غزني او دهرات ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول له امله يې يو وسله وال طالب ووژل شو او نهه تنه نور يې ونيول شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په دغو عملياتوکې يو کلاشينکوف ، يو سلو نوى کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، يوه تومانچه ، يو سل ډزې ، يوه داشکه ، دتوغندي اووه ويشت ماينونه دوسايطو ضد شپږ شپيته ماينونه اوسل کيلوګرامه چرس هم دافغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي
ديوبل خبر له مخې ، په پکتيکا ولايت کې پرون درې تنه وسله وال طالبان د پوليسو له خوا هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې دوسايطو ضد دوه ماينونه ددغه ولايت دوازه خوا ولسوالۍ په بازار کې ځاى پرځاى کړي .