نړۍ

په پنجشير کې ديو واټ دجوړولو دکار پخوالى.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٧
سره له دې چې دپنجشير ولايت دشتل ولسوالۍد سړک دجوړولو دکار له پيل څخه څلور کاله تيريږي خو تراوسه پورې کاريې په سلو کې څلويښت هم پرمخ نه دى تللى.
ددغې ولسوالۍ په سلګونو اوسيدونکي ددغه ټکى په څرګندولو سره وايي سره له دې چې دغه موضوع يې په لسګونو ځلې له سيمه ييزو مقاماتو سره طرحه کړې ده خو کومه نتيجه يې نه ده ورکړى .
دغه اوسيدونکي ټينګار کوي که چيرې د دوى دغه ستونزه د سيمه ييزو مقاماتو له خوا ونه څيړل شي دوى به په غيرقانوني کارونو لاس پورې کړي.
دشتل ولسوالۍ دجانان جوى دکلي اوسيدونکى بابه خان او سعادت مير وايي د اورانوس شرکت چې ددغه سړک دجوړولو چارې په غاړه لري په نامعلوم علت . ددغې پروژې کارپرپښې او تښتيدلى دى په همدې حال کې دشتل ولسوالۍ ګلاب شاه دباختر آژانس خبريال ته وويل دفوايد عامې وزارت او په پنجشير ولايت کې ددغه وزارت د دويم واحد ته همغږى ددغې پروژې دنه بشپړيدو اصلي علت بلل کيږي.
ګلاب شاه څرګنده کړه اوس د اورانوس دساختماني شرکت ټول وسايل او وسايط دخلکو له خوا ضبط شوى دى .
په همدې حال کې دپنجشير ولايت دفوايد عامې رييس حشمت الله حکيمي وايي دشتل سړک دجوړولو د کار قرارداد د دوى له سلامشورې پرته دفوايد عامې وزارت دمقاماتو له خوا د او رانوس له ساختماني شرکت سره شوى دى او په دې برخه کې د ده اداره کوم رول نه لري.
ويل کيږي دڅوارلسو کيلومترو په اوږدوالى او شپږو مترو په سور دجوړولو کار په ١٣٩١ کال کې دفوايد عامې وزارت له خوا داتيا مليونو افغانيو په لګښت پيل شوى دى چې له هغه وخت څخه تراوسه پورې کاريې په سلو کې څلويښت هم پرمخ نه دى تللى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته