امنیت

په ننګرهار کې د پوځيانو په نويو بريدونو کې ٢٩ تنه داعشيان وژل شوي دي

 کابل باختر دزمري  څلورمه :
د داعشيانو د ډلې  ٢٩ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو تېره شپه دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې  هوايي اوځمکني بريدونه شوي دي .
د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته خبرورکړ چې؛ په نويو بريدونوکې  ٢٩ تنه داعشيان وژل شوي دي.
ده وويل:  په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت  د روداتو ،  خوږياڼيو ، اچين او  دکوټ د ولسواليو  په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو   کې بريدونه شوي دي.
د رارسيدلو خبرونوله مخې؛   په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . 
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيانوپه ننګرهار کې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو  نن سهار دننګرهار ولايت په ګن ميشتو لارو  کې درې  ماينونه کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينونو  دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې؛ پوځيان په ننګرهار ولايت  کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلوديوه  ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي.
له دغه  ډيپو څخه  يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
سيمه يېز مقامات وايي  چې؛ داعشيانو د دغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته