فرهنګ

د عینکو مس د لرغونو آثارو د لېږد او سانتې په موخه غونډه وشوه

کابل/ د تلې ۲ مه/ باختر
د وزیرانو شورا د پرېکړې پر بنسټ د اجرايیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمدخان په مشرۍ د عینکو مس د لرغونو آثارو د ساتنې او لېږد په اړه جوړ شوي کمېسیون د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې غونډه وکړه.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ، ښار جوړونې او اراضۍ، مالیې، کانونو او پټرولیم وزارتونو استازو ګډون لاره، د عینکو مس د لرغونو آثارو د لېږد پر څرنګوالی او د دغو آثارو د ساتنې په لارو چارو خبرې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپوهنې ريیس نوراغا نوري د عینکو مس د لرغونو آثارو د لېږد او ساتنې پروژه یوه لویه او ملي پروژه وبلله او ویې ویل چې د یادې پروژې لپاره یې یوه هر اړخیزه طرحه چمتو کړې چې ډېر ژر به یې ولسمشرۍ ماڼۍ او وزیرانو شورا ته د وروستۍ پرېکړې لپاره وسپاري.
نوري وویل چې په دې اړه له یونسکو سره کار کوي چې دغه آثار په خوندي توګه وساتل شي.
هغه همدارنګه وویل چې په همدې موخه یې د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د یوه موزیم د بنسټ ډبره کېښوده او ډېر ژر به یې په عملي توګه کار پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د تفتیش ريیس شېرشاه رسولي دغه آثار د عینکو مس د کان کیندلو په برخه کې لوی خنډ وباله او ویې ویل چې د دغه کان د کیندلو لپاره باید لومړی دغه لرغوني آثار یو ډاډمن او خوندي ځای ته ولېږدول شي.
د کمېسیون رييس او د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د عینکو مس لرغوني آثار ملي شتمني وبلله او د هغو پر ساتنه یې ټنګار وکړ او ویې ویل: " د دغو آثارو ساتنه د حکومت له مهمو دندو څخه ده؛ موږ باید دغه اثار یو خوندي ځای ته ولېږدوو او د هغو خلکو لپاره چې د یادې پروژې له امله بې ځایه کېدو ته اړ ایستل کېږي؛ یو مناسب ښارګوټی جوړ شي."
لومړي مرستيال د وزیرانو شورا په مشرۍ پلاوي ته چې د مالیې، ښار جوړونې او اراضۍ، اوبو او انرژۍ، اطلاعاتو او فرهنګ او کانونو او پټرولیم وزارتونه پکې ګډون لري، دنده وسپارله چې د یادې پروژې په اړه یوه تخنیکي غونډه جوړه کړي او د دغې پروژې د تطبیق لپاره یوه ګډه او هر اړخیزه طرحه د وزیرانو شورا ته د دوروستۍ پرېکړې لپاره واستوي.#
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته