ورزش

دافغانستان ورزشي کاروان لندن ته ورسيد

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٣١ :

دافغانستان ورزشي کاروان دالمپيک په سياليو کې  دګډون لپاره لندن ته ورسيد.

په دې کاروان کې دتکواندو، ځغاستي ، سوک وهلواوجيدو په څانګو کې شپږتنه ورزشکاران شامل دي .

 دځغاستي په څانګه  کې دښځو داستازي په ګډون  څلور تنه نور افغان ورزشکاران  څواوونۍ مخکې دتمرينونو دترسره کولو لپاره دانګلستان پايتخت ته تللي وو.

باختراژانس دالمپيک دملي کميټې درييس محمدظاهر اغبر له خولې خبر راکړچې افغان ورزشکاران داولمپيک دلوبو له پيل کيدو مخکي خپل تمرينونه په ټاکلي لوبغالي کې ترسره کوي .

په دغو سياليو کې افغان تکواندو کاران نثاراحمدبهاوي او روح الله نيکپا هم شامل دي.

دغه راز سهمينې  کوهستاني دځغاستي په برخه کې دافغانستان ديوازيني ښځينه ورزشکارې په توګه په دغو سياليو کې ګډون کوي.

دافغانستان دالمپيک دملي کميټې رييس وايي  چې دلندن په سياليو کې برخه وال افغان ورزشکاران  دمنظمو تمرينونو په ترسره کولو سره  بشپړتياري لري.

ده هيله وکړه  چې دنورو سياليو په شان افغان ورزشکاران وکولاي شي   دلندن  داولمپيک له دغو لوبو څخه هم مډال ترلاسه کړي .

اجمل فيضي دجيدو په برخه کې ، اجمل فيصل دسوک وهلو په برخه کې اومسعود عزيزي دځغاستي په برخه کې  او نور ورزشکاران دلندن په اولمپيک  کې دافغانستان دلوبغاړو په توګه ګډون کوي .،

دلندن داولمپيک د ٢٠١٢ ميلادي  کال لوبې دروان کال  دزمري دمياشتې له شپږمې نيټې څخه تر ٢٢ نيټې پورې  په لندن کې ترسره کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته