اقتصاد

دنړيوال وجهې صندوق غونډه په واشنګټن کې جوړيږي

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٧ :
دماليې وزير پهواشنګټن کې د پيسو د نړيوال صندوق اود نړيوال بانک د نيمايي کال په غونډه کې ګډون کوي
دماليې وزارت يوه خبر ځاى باخترآژانس ته وويل دافغا نستان د اسلا مي جمهوريت د ماليې وزيرډا کترعمر زاخيل وال ددغه وزارت اود افغا نستان بانک ديو جګپوړي هيئت په مشري د نړيوال وجهې صندوق اود نړيوال بانک دنيمايي کال په غونډه کې چى دپسرلنيو غونډو په نا مه ياديږي ګډون کوي
دغه غونډه د٢٠١٣ کال د اپريل  د مياشتې له ١٦ نيټي څخه تر ٢١ نيټې پوري دشپږو ورځو لپاره د ا مريکا په واشنګټن شار کى جوړيږي
په دي غونډه کې به دماليې وزيردنړيوال بانک اود نړيوال وجهې صندوق ، دبريتانيا د نړيوالى پرمختيا دمسولينو ،دامريکا د متحده ايالاتو د خزانو د مسولينو اود ا مريکا د متحده ايالاتو د نړيوالى پرمختيا دسازمان په ګډون له افغا نستان سره دهمکارو سا زما نونو له رئيسانو اوجګپوړو مقا ما تو سره وګوري او خبري و کړى
په دي غونډه کې به له افغا نستان سره د زيا تو پرمختيا يي همکاريو په باب خبري وشي
دنړيوال وجهې صندوق اود نړيوال بانک د نيمايي کال غونډه کال په کال د هيوادونو د ماليې وزيران دمرکزي او انکشا فى بانکونو رئيسان اود خصوصي سکتورو نو رئيسان را غونډه وى چى دبي وزلى د کمښت ، اقتصادى پرمختيا اود بهرنيو مرستو داغيزمنتوب په ګډون دبيلا بيلو موضوعګانو اودنړيوالو انديښنو په باب خبري و کړى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته