امنیت

يوشمير وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول

کابلباختردسلواغې  دمياشتې  ١ : 
يوشمير وسله وال طالبان پرون دغزني ولايت  په مربوطاتو کې دملي اردو دخاصو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت   دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دغو عملياتو کې  چې   دغزني ولايت  داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو  له شتون څخه دناامنو سيمو دپاکولو په مقصد ترسره شول ، يوشمير  وسله وال طالبان ووژل شول  او يو شمير نوريې  ټپيان شول  او دسپکو او درندو وسلو يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شول.
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو ځواکونو پرون دوسايطو ضد اتلس ماينونه  چې دنوي  دوسله والو  مخالفينو له خوا دهېواد په بيلابيلوسيمو کې ښخ کړاى شوي ، کشف اوشنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته