امنیت

د يو ستر پله دويجاړولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه

کابل باختر دزمري دمياشتې  ٢٩ :
په کندز ولايت کې ديوه ستر په پله دويجاړولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه شوه .
په  امام صاحب ولسوالۍ کې  دطالبانو هدف د آقي باى په نامه د پل ويجاړول و.
دريو تنو بم ښخوونکو يرغلګرو غوښتل  په دغه پل  کې ځاى پرځاى کړي چې هدف ته  له رسيدو مخکې دخپلو بمونو  دچاودنوله امله  ووژل شول.
دکندز ولايت دامام صاحب ولسوال امام الــــدين قريشي  دباختر آژانس خبــــريال  ته وويل: يرغلګر مخکې له دې چې د آقي باى پله ته ورسيږي؛ دخپلو بمونو دچاودنو له امله  ووژل شول.
ده وويل: طالبانو غوښتل  ددغه پله په ويجاړولو سره په امام صاحب ولسوالۍ کې   ديوې امنيتي پوستې  دکلابندۍ لپاره  لاره  اواره کړي .
طالبانو تر اوسه پورې  په دې باب څه نه دي ويلي .
ويل کيږي  په دې پيښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته