سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دبيت الله شريف دحج دفريضې داداکولو په بهير کې دعربستان دمقاماتو دهمکارۍ له امله قدرداني وکړه .

کابل باختر د تلي ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  حکمت خليل  کرزي  نن په کابل کې دسعودي عربستان دشاهي هيواد له سفير مسفر بن عبدالرحمان العاصب سره  وکتل او دبيت الله  شريف  دحج دمراسمو داداکولو په بهير کې يې له افغانستان سره ددغه هيواد دهمکاريو له امله قدرداني وکړه .
  دبهرنيو چارو وزارت دوياند  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت سرپرست په تيرو کلونوکې دافغانستان له دولت او خلکو سره دسعودي عربستان دشاهي هيواد  دهمکاريو ، ديادونې په ترڅ کې  دروان کال دحج بهير  افغان  حاجيانو ته دکلونو کلونو په اوږدو کې يو ډير بريالى  بهير وباله او په کابل کې دسعودي عربستان دشاهي هيواد دسفارت او ددغه هيواد داړوندو مقاماتو دهمکارۍ له امله مننه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست سعودي عربستان ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس سفر او دحرمين شريفين  له خادم سره دغه هيواد ته دافغان کارګرانو  داستولو په باب  دده کتنې ته په اشارې سره په دې بهير کې دعمل دچټکتيا غوښتنه وکړه چې په دې باب  ددواړو هيوادونو ترمنځ دموافقه ليک دلاسليک کولو زمينه برابره شي .
په دې کتنه کې دجمهوري رياست ستر سلاکار ډاکتر همايون قيومي او دکار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزارت دبشري قواوو اودکار دچارو دتنظيم رييس خيرمحمد نيرو هم حاضر و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته