اقتصاد

د بندونو جوړول جګړه وژني

ګردېز/د کب ۲۶ مه/ باختر
د پکتیا اوسېدونکي وايي چې کمال خان بند ته ورته نورې بنسټیزې پروژې کولای شي د کاري فرصتونو په برابرولو، بې روزګارۍ په را کمولو او جګړه وژنه کې د پام وړ رول ولري.
د دوی په خبره دغه بند به پر نورو ګڼو اقتصادي ګټو سربېره د افغانستان او سیمې هېوادونو په اقتصادي او سیاسي ثبات او پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.
د پکتیا د پوهنتون استاد پوهنمل ډاکټر عبدالله احمدي وايي کمال خان بند، د سیمې د پرمختګ د عطف نقطه ده او ارزښت یې هم د لمر په شان روښان دی.
احمدي زیاته کړه، د یاد بند هغه سروې چې د داوود خان او ظاهر خان په وخت کې ترسره شوې، له مخې یې یو سلو ۷۴ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو اټکل شوی و؛ خو اوس تر ۸۰ زرو هکټاره ځمکه خړوبوي.
دوکتور احمدي وايي چې کمال خان بند د ۵۲ مېلیونو متر مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفيت لري، چې ۴۹زره کورنۍ ترې ګټه اخلي.
احمدي زیاتوي چې کمال خان بند په جوړېدو سره به افغانان د برېښنا په برخه کې هم د نورو هيوادونو له اړتیا خلاص شي او پر خپل ځان به بسیا شي.
د د غه پوهنتون يو بل استاد اسمعيل لاروی وايي چې کمال خان بند لويه پروژه ده او د ياد بند په جوړېدو سره به افغانان له زياتو ستونزو خلاص شي.
لاروی زیاتوي په هغو هېوادونو کې چې په وچه کې پراته دي د بندونو جوړول خورا ارزښتمن او حیاتي دي.
په ورته وخت کې د پکتیا پوهنتون رییس دکتور سید ولي جلالزی وايي چې اویا سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي؛ نو اړتیا ده چې د اوبو مهارولو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
جلالزی وايي چې د ياد بند په جوړېدو سره به خلک پر کارونو مصروف شي، بې کاري به له منځه لاړه شي او ورسره به جګړه هم کمه شي.
ټاکل شوې کمال خان بند د وري پر دوهمه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس ژمنه کړې چې د هېواد په کچه به پنځه څلوېښت نور بندونه هم جوړ کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته