امنیت

د غور د ولايتي شورا يو غړى ونيول شو

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
د غور د ملي امنيت منسوبینو نن د غور د ولايتي شورا غړى عزت الله بېک ونيو.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ يوې رسمي سرچینې چې د نامه له اخیستلو څخه ډډه وکړه، ويې ويل چې د غور د ولايتي شورا غړي عزت الله بېک د غور ولايتي شورا د مرستيال عبدالرحمن عطشان د ترور او په غور کې د سيمه یيز خبريال بسم الله عادل د ترور په اړوند نيول شوى دى.
د خبر جزئيات وروسته خپرېږي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته