امنیت

د لوګر مسوولينو د سفيد سنګ د شهيدانو د فاتحې مراسم پرځاى کړل

کابل باختر د سلواغې ۳مه
د سفيد سنګ ساحې د پېښې د شهيدانو د فاتحې مراسم په پل علم ښارکې پرځاى شول .
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
په دغو مراسموکې د لوګر والي، د ملي امنيت رييس، امنيه قوماندان، د دولتي ادارو رييسانو، مسوولينو، افسرانو، ژورناليستانو او د دغه ولايت قومي مشرانو ګډون کړی و او ګډون کوونکو د شهيدانو پاک روح ته دعا وکړه .
د هغې ورځې په پېښه کې څه د پاسه اته تنه پوځيان شهيدان او ۱۰ تنه نور ټپيان شول .
  ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته