امنیت

په کابل کې دوسلو يوه اندازه مهمات دملي اردو لاس ته ورغلل .

کابل باختر دتلي نهمه :
دملي اردو ځواکونو دامنيتي فعاليتونو په بهيرکې دوه ماينونه او دوسلو يوه اندازه مهمات دکابل ولايت په مربوطاتو کې کشف او ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ. په ترلاسه شويو مهماتوکې وسايطو ضد دوه ماينونه د ٨٢ ملي متري توپ يوه ګولۍ دبي ام ١٢-  توغندي يوماين  ، څلور سرګلولې او دهاوان څلور سوق الحق شامل دي چې  دکابل ولايت دپغمان او خاک جبار دولسواليو په مربوطاتوکې دملي اردودځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ديوبل خبر له مخې،  دملي اردو دوه تنه عسکر دماينونو د چاودنې په  دوو جلاجلا پيښو کې شهيدان شول .
خو دملي دفاع وزارت ددغو پيښو  ځايونه نه دى مشخص کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته