
کابل باختر د وږي اوولسمه :
نهه تنه ډار اچوونکي په پکتيکا ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو دوروستيو ٢٤ ساعتونو په بهير کې د ډيورنډ کرښې ته څيرمه سيمو کې بريدونه وشول .
دپکتيکا ولايت دپوليسو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړو کې نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ويل کېږي چې په دې جګړو کې پوځيانو د ډار اچوونکو په لسګونو وسلې هم ترلاسه کړي دي .
په دې جګړو کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
ختم_ ج _ اکرم