امنیت

نهه تنه ډار اچوونکي په کندز کې ووژل شول

کابل باختر د زمري اوومه :
نهه تنه ډار اچوونکي پرون په کندز ولايت کې ووژل شول .
د ځانګړو عملياتو د قول اردو دمطبوعاتو مسوول ډګرمن  عبدالقيوم نورستاني باخترآژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د کندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ د نو اباد په کلي کې د دغې قول اردو د ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
  ده زياته کړه: په دغو عملياتوکې يو ډار اچوونکى نيول شوى او د دښمن  يوشمېر سندونه او مدارک هم ترلاسه شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا