فرهنګTOP

محمدطاهر زهير د خان عبدالغفارخان د نړيوال سمينار پر پرتمينې جوړېدا ټينګار وکړ

کابل / د سلواغې ۵ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمدطاهر زهیر، نن د خان عبدالغفارخان د نړیوال سمینار د کمېسیون په دويمه غونډه کې په پرتمين ډول د دغه سمینار پر جوړولو ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې چې د محمد طاهر زهیر په مشرۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مقر کې جوړه شوه او په هغې کې د جمهوري رياست د علمي او فرهنګي چارو سلاکارانو، د کابل پوهنتون او د افغانستان علومو اکاډمۍ استازو او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوشمېر سلاکارانو او ريیسانو ګډون کړى و، د پاچاخان د نړیوال سمينار د جوړولو په اړوند او همدارنګه د دغه ستر آزادۍ غوښتونکي شخصیت د فکر په درنښت د فرهنګي پروګرامونو پر ترسره کولو خبرې وشوې.
محمد طاهر زهیر په پرتيمن ډول د دغه سمینار پر جوړولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: د پاچاخان د نړیوال سمینار له جوړولو څخه زموږ اصلي موخه دا ده چې افراطي، بنسټپالو او ډار اچوونکو ډلو ته دا پیغام ورسوو چې پر دې جغرافیې تاوتریخوالی يوه تپل شوې پديده ده، په حقیقت کې په دې سیمه کې د عدم تشدد خوځښت شتون لاره او له تشدد او تاوتریخوالي څخه پرهېز کېده او عبدالغفارخان د عدم تشدد غورځنګ په محور کې و.
هغه زیاته کړه: موږ باید د پاچاخان د عدم تشدد فکر او اندېشه ټولو ته ورسوو.
د کمېسیون غړیو د علمي مقالو سرلیکونو او دغه راز د پاچاخان د نړیوال سمینار د جوړولو د نېټې او د دې پېښې د اړوندو کلتوري پروګرامونو په اړه خپل نظریات او پېشنهادونه وړاندې کړل او د غونډې په پای کې د کمېسیون غړیو ته ځانګړې دندې وسپارل شوې.
پای / ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته