سیاست

د خبریال د ملي ورځې په مناسبت د جمهور ريیس محمد اشرف غني د مبارکۍ پیغام

کابل د کب ٢٧ مه باختر

ټولو په ځانګړي ډول افغان خبریالانو ته چې په سختو شرایطو کې خلکو ته د معلوماتو رسولو او د هغوی د پوهاوي مهمه او سپېڅلې دنده ترسره کوي، د خبریال ملي ورځې مبارکي وایم. د هېواد  شهیدو خبریالانو ته د فردوس جنت  دعا کوم او د دوی درنو کورنیو ته یو ځل بیا تسلیت وایم.
حکومت د بیان او رسنیو ازادۍ ته ژمن دی چې د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې جوړولو، د خبریالانو د وجهي صندوق د ایجاد، معلوماتو ته د لاسرسي قانون د توشیح، د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ د نړیوال ائتلاف غړیتوب ترلاسه کولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون جوړولو، سږکال د خبریالانو اړوند د تاوتریخوالي ټولو ( ۱۲۶) پېښو د لاسرسي، د خبریالانو د خوندیتوب طرزالعمل د تصویب، د خبریالانو، رسنیزو دفترونو او د دوی د فعالیتونو د امنیت د تامین او نورو مسوولانه اقداماتو له لارې تل د دغه  ارزښت د ساتنې عملي او دوامدارې هڅې شوې او دوام به ولري.
له ټولو ژمنو خبریالانو څخه مې هیله ده، چې د مسوول افغان په توګه یو بل ته لاس ورکړي، په  یو غږ  د هېواد اوسنی وضعیت منعکس کړي او د ننني افغانستان واقعي انځور د ځلولو ترڅنګ نورو ته ورسوي.
موږ د ازادۍ، قانونیت، ملي وحدت او له بحران څخه د وتلو په هغه کښتۍ کې ناست یوو چې  په ګډه به یې بریالیتوب ته ورسوو. په دې برخه کې د خبریالانو او رسنیو په ارزښتناک رول سترګې نشي پټېدلی، درانه خبریالان او د رسنیو فعالان دې د سولې لپاره برابر شوي فرصت څخه د اعظمي استفادې لپاره د خلکو پوښتنې ځواب، اندېښنې لیرې او ذهنونه روښانه کړي. د واقعیتونو او حقایقو د خپرولو له لارې دې د دښمن د پروپاګند مخنیوی وکړي. په دې او نورو مهمو او ملي مسایلو کې باید د خبریالانو او رسنیو په ګډون موږ ټول مسوولیت منونکي واوسو.
د خبریالانو پر وړاندې هیڅ ډول تاوتریخوالی او غیر قانوني محدودیت د منلو وړ نه دی او د دولتي مقاماتو په ګډون هرڅوک چې په دې برخه کې ګرم وګڼل شي، قانوني چلند به ورسره وشي . خبریالانو ته دې یو ځل بیا د دوی ملي ورځ مبارک وي.
پاىع
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته