نړۍ

وسله والوکسانو د اوکراين په کريما ټاپوکې دپارلمان او د سيمه ئيزحکومت ودانۍ نيولې دي

کيف باخترد کب اتمه :
وسله والوکسانو د اوکراين په کريما ټاپوکې د پارلمان او د سيمه ئيز حکومت  ودانۍ نيولې دي.
باخترآژانس د انټرفاکس د خبري آژانس له خولې خبر راکړ: تراوسه پورې روښانه نه ده چې دغه ودانۍ د چا په کنترول کې وې؛ خو د رويټرز خبري آژانس خبر ورکړى دى چې دکريما دمرکزسيمفيروپول په ښارکې په دغو دوو سيموکې د روسيې بيرغ رپول شوى دى.
  پخوا خبر ورکړ شوى و چې روسيې د اوکراين پولې ته څېرمه يوسلو پنځوس زره  تنه پوځيان په بشپړه توګه تيارسى کړي دي.
د روسيې د دفاع وزير ويلي دي: داسې تدبيرنيول شوى دى چې د تور سمندرګي د بطريې مصوونيت چې په کريما سيمه کې موقعيت لري؛ تضمين کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته