کابل- باختر دليندي شپږمه:
يوه اندازه جنګي وسايل نن د ميدان وردګو په ولايت کې د وسلو د راټولولو پروګرام ته وسپارل شول .
دغه جنګي وسايل په تېرو دوو ورځوکې د ميدان وردګو ولايت د مرکز او د اړوندو ولسواليو په مربوطاتو کې دپوليسو د سرتېرو په جلا جلا پوځي عملياتوکې له وسله والو طالبانو څخه ترلاسه شوي دي .
د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان سردار محمد ځاځۍ باختر اژانس ته وويل چې په دغو وسلو او مهماتوکې د توغندي ويشتونکي او د ډول ډول توپونو په سلګونوګولۍ او ماينونه، پنځه سوه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او ديارلس بوشکې پوتاشيم چې د چاوديدونکو توکو په توليدکې کارول کيږي، شته .
د ميدان وردګو ولايت امنيه قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو دغه وسلې اومهمات دخپلو تروريستي بريدونو د ترسره کولو لپاره کارول .
ويل کيږي چې ترلاسه شوي چاوديدونکي توکي په دې وروستيو وختوکې له پاکستان څخه افغانستان ته وارد شوي وو .
په همدې حال کې سردار محمد ځاځۍ وويل چې افغان پوځيانو په ميدان وردګو کې د وسله والو طالبانو پټنځايونو خپل عمليات زيات کړي دي .
0 1 دقیقه لوستل