ټولنه

دسالنګ په لويه لاره کې د واورى اورښت

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٥
سره له دې چې د سالنګونو لويه لاره نن له غرمې وروسته دترافيکو پرمخ پرانستل شوه؛ خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې آمرې وايي: د واورې بيا اورښت د سالنګونو د بياتړلو احتمال زيات کړى دى.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې آمر جنرال محمد رجب د باختر آژانس خبريال ته وويل: له هغه وروسته چې د دوشنبې په شپه د واورې اورښت د لويې لارې د تړل کيدو سبب شو؛ دغه لويه لاره د واورې ښويدنې دنهه څلويښتو طبيعي او د څلورو جبري واورې ښويدنې شاهده وه. د لارې خدماتي کارکوونکي وکولاى شول نن له غرمې وروسته واټ پاک کړي او د وسايطو د تګ راتګ لپاره دوه کرښې پرانيستې او په دې ډول په لاره کې دترافيکو دبهير دبېلابېلو زمينه برابره شوه، خو نن مازيګر په سالنګونوکې د واورې اورښت بيا پيل شو او اټکل کيږي چې د واورې اورښت د پنجشنبې تر ورځې پورې دوام ومومي.
جنرال رجب وويل: د سالنګونو د لويې لارې د ساتنې او څارنې کارکوونکي له ټولو امکاناتو سره هلې ځلې کوي چې لاره د ترافيکو پرمخ پرانستې وساتل شي، خو دخلکو سر او مال زيات ارزښت لري.
ده له موټر چلوونکو او مسافرينو څخه چې د سالنګو په لويه لاره تګ راتګ کوي؛ وغوښتل چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې د موظفينو لارښوونو او خبرتياوته متوجه واوسي او په دې برخه کې د سالنګونو له موظفينو سره دې همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته