سیاست

د عدلي او قضايي خدمتونو د وړاندې کولو په پروژې د څارنې کميټې غونډه وکړه

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٨ :
د عدلي او قضايي خدمتونو د وړاندې کولو په پروژې د څارنې کميټې نن له غرمې وروسته  دسترې محکمې درئيس قانونپوه سيديوسف حليم په مشرۍ غونډه وکړه.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د عدليې وزير ډاکترعبدالبصير انور، د لوى څارنوالۍ سرپرست نورحبيب جلال، د عدلي او قضايي بنسټونو د ادارو  ځينو رييسانو او په دغو اداروکې د نړيوال بانک يوشميرکورنيوکارکوونکو برخه لرله؛ لومړى دعدلي او قضايي خدمتونو د وړاندې کولو د پروژې د پرمختګونو او چلنجونو رپوټ وړاندې شو او وروسته دغونډې غړو د عدلې او قضايي ارګانونو ترمنځ د ګډو پروژو په باب خبرې وکړې، د پروژې د نيمايي څيړنې په عمليه کې ځنډ چې د فرصتونو او د نيمګړتياوو پيژندنه او د پروژې د اجرايي جوړښت او درهبرۍ اصلاح پکې شامله ده او هدفونه يې له نويو اړتياوو سره سم تنظيموي؛ يو مهم چلنج وباله   او د لومړيتوبونو د څيړنې او د دغه بهير د لا زيات ګړندي کولو په لاره کې د پروژې د نيمايي څيړنې په کميټه کې د دغو بنسټونو د واکمنو استازو د معرفي کولو په باب تصميم ونيول شو.
د غونډې د کار په دوام د عدليې وزير او د لوى څارنوالۍ سرپرست په خپل لومړيتوب کې د ځينو شاملو پروګرامونو د شموليت په باب خبرې وکړې او په ټوليزه توګه د پروژې دفعاليت دبهير په ګړندي کولو  او دعدلي اوقضايي ارګانونو له عيني اړتياوو او ضرورت سره سم د نړيوال بانک له مرستو څخه د استفادې په څرنګوالي باندې ټينګار وشو.
ديوبل خبرله مخې:
د سترې محکمې رئيس قانونپوه سيديوسف حليم نن له غرمې مخکې دخپل کار په دفترکې دملګرو ملتو د سازمان له ځانګړي استازي او په کابل کې دنشه يي توکو د جرمونو د سيمه ييزې برخې له رئيس ښاغلي اندري ادننسيان او له ملګري هيئت سره يې وکتل.
په دې کتنه کې لومړى د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړي استازي د سترې محکمې د رئيس په توګه د قانونپوه سيديوسف حليم د ټاکل کيدوپه خاطر د خپلې مبارکۍ مراتب څرګندکړل او وروسته د قندهار، بلخ او هرات په ولايتونوکې دځانګړو محکمو د ودانيو د جوړولو، روزنيزو پروګرامونو، د جزايي قوانينو د اصلاح د کميسيون  په دارالانشا کې د فعاليت او له اداري فساد او سازمان موندلو جرمونو سره په مبارزه کې له عدلي او قضايي بنسټونوسره د همکاريو په برخوکې له قضايه قوې سره د (يو. ان. او. ډي. سي) ددفتر دهمکاريو په باب معلومات وړاندې کړل او هيله يې وکړه چې په ټولو ساحو په تېره بيا د روزنيزو پروګرامونو د جوړولو او په دغو پروګرامونوکې په بيلابيلو کچو د قاضيانو د ګډون دآسانتيا په لاره کې   همکارۍ زياتوالى ومومي.
وروسته د سترې محکمې رئيس ددغه دفتر د پخوانيوهمکاريو له امله دکور وداني په ويلو سره هيله وکړه چې په متقابله همغږۍ کې د هېواد د مرکز او ولايتونو په کچه د ظرفيت د لوړولو د پروګرامونوجوړول دوام ومومي او هم په ولسواليوکې  د محکمو د ودانيو په جوړولو او دغه راز په قاضيانو د ويش په لاره کې د قوانينو د سيټونو په برابرولو او تدارک کې همکاري وشي.
د ملګرو ملتو دسازمان ځانګړي استازي او د نشه يي توکو دجرمونو دسيمه ييزې برخې رئيس د قضائيه قوې د اړتيا په پام کې نيولو سره د ملګرو ملتو د سازمان په  ګډون د نړيوالې ټولنې د مرستو ژمنه وکړه چې د قاضيانو د روزنيزو پروګرامونوپه جوړولوکې زياته همکاري کوي او دقضائيه قوې نور وړانديزونه بودجوي امکاناتو او فرصتونو ته په پاملرنې سره په لازمه توګه مطالعه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته