امنیت

دوه ويشت تنه وسله وال مخالفين په هرات او کندزکې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٣
دوه ويشت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول، پنځه ديرش تنه ټپيان او يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه شول.
د ملي اردو ځواکونو د هرات ولايت په شنډنډ ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ١٠ تنه وسله وال مخالفين ووژل، ١٥ تنه نوريې ټپيان او ٧ تنه نور ونيول او يوه اندازه وسله او مهمات ترلاسه کړل.
دغه راز د کندز ولايت د امام صاحب او چاردرې د ولسواليو په مربوطاتوکې دملي اردو د منسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ١٢ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول، ٢٠ تنه ټپيان او يوه اندازه وسله او مهمات په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته