امنیت

په تخار کې ددوه اتيا تنو قاچاق وړونکو نيول کيدل

 کابل باختر د لړم پنځلسمه :
دتخار ولايت پوليسو دوه اويا تنه دڅه دپاسه زرو کيلوګرامو نشه يي توکو دليږدونې او قاچاقو په تور نيولي دي .
  دتخار ولايت  امنيه قوماندان نورمحمد حکيمي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې مديريت دپوليسو دهلوځلو  له امله او ددغه ولايت دخلکوپه همکارۍ  دروان کال له پيل  څخه تراوسه پورې  شپږ سوه څلور شپيته کيلوګرام هيرويين ٥٠٩ کيلوګرامه اپين ٥٦ کيلوګرامه چرس او درې سوه درې ويشت ليتره الکولي مشروبات  دتخار ولايت په مربوطاتو کې کشف اوضبط  شوي دي .
ښاغلي حکيمي  زياته کړه چې ددغه  قضيو په اړوند دوه اتيا تنه له در ې ويشتو ليږدونکو وسايطو او  اتو ډول ډول وسلو سره نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته