ټولنه

په بلخ کې ١٦٠٠جريبه کرنيزو ځمکو ته اوبه برابرې شوې

کابل/ باختر/ د وږي ۱۳مه
په  بلخ کې١٦٠٠  جريبه کرنيزو ځمکو ته اوبه برابرې شوې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست يوه مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو کرنيزو ځمکو د خړوبولو زمينه د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په لرې پرتوکليو کې د(آسياقوناق) کانال له بيارغاونې وروسته برابره شوې ده.
د(آسياقوناق) کانال د څه دپاسه اووه ميليونه افغانيو په لګښت د دوه کيلومترو په اوږدوالي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت داوبو د تنظيمولو دپروژې له لارې د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ په يو لرې پرته کلي کې رغول شوى دى.
هغه زياته کړه چې د دغې شبکې په بيا رغاونې سره د ١٦٠٠ جريبه کرنيزو ځمکو د خړوبولو زمينه برابره شوې ده .
ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته