سیاست

حامد کرزي په هيواد کې د وروستيو طبيعي افتونو له ا مله له مصيبت ځپلو کسانو سره دهمدردي دڅرګندولو په ترڅ کې اړوندو دولتي ادارو ته لارښوونې وکړې چې له هغوى سره دې بيړنۍ مرستې و کړي.

کابلباختردثور٢٥
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد کرزي له پيښو سره د مبارزې د تياري ملي ادارې او نورو اړوندو ادارو ته لارښوونه و کړه چې دننګر هار، کونړ ،بلخ اود غور په ولايتونو کې دطبيعي افتو نو له ا مله مصيبت ځپلو کسا نو ته بيړنۍ مرستې ورسوي .
په هغې مطبوعاتي اعلا ميه کې چې په دې اړوند د جمهور رئيس د ويندوى ددفتر له لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي له پيښو سره دمبارزې د تياري دملي ادارې د لومړنيو معلوماتو له مخې، پرون د زلزلې له ا مله په ننګر هار ولايت کې زموږ اوولس تنه هيواد وال شهيدان شوي اويو سلو شپږ ويښت تنه نور ټپيان شوي دي .
په دې زلزله کې د استو ګنې درې سوه کورونو ته هم زيان او شتى دى .
دغه راز ددغې زلزلې له ا مله په کو نړ ولايت کې يو تن شهيد او څلور تنه نورټپيان شوي دي اود استو ګنې نږدې پنځه څلويشت کورونه په قسمي ډول ويجاړ شوي دي.
دغه راز دبلخ ولايت دنهرشاهي ،شولګرى ، کشنده او چارکند په ولسواليو کې دسيلا ونو  درا وتلو له ا مله زموږ شل تنه هيواد وال شهيدان شوي دي او نږدې يو زرو نهه سوه کورنۍ زيا نمنې شوي دي .
دغه راز دغور او بغلان په ولايتونو کې  هم  دسيلاونو دراوتلو له امله زموږ هيوادوالو ته دسرزيان اومالي تا وان او ښتى دى.
د افغانستان د اسلا مي جمهوريت جمهور رئيس په هيواد کې د وروستۍ زلزلې او سيلاونو له ا مله زموږ د هيواد والو دشهادت  په خا طر په ژور خپګان سره دخپلې ژورې ډاډګيرنې او خوا خوږۍ مراتب ددغو پيښو دقربانيا نو کورنيو ته څرګندوى اود لوى خداى (ج) له دربار څخه ددغو شهيدانو کورنيو ته دصبر او زغم اوټپيانو ته دسملا سي رو غتيا هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته