سیاست

نوې ټاکنه

کابل- باختر د غبرګولى دمياشتې ٢٦
دجمهوري رياست د لومړي معاونيت په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي په منظورۍ، حامد علمي د جمهوري رياست د لومړي معاونيت د رسانه يي سلاکار په توګه ټاکل شوى دى.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
څيړونکى، ليکوال او خبريال حامدعلمي چې پخوا يې په امريکا او فرانسې کې د افغانستان د سفارت د فرهنګي اتشې او د جمهور رييس د ويندوى د مرستيال په ګډون په بېلابېلو دولتي بستونوکې دندې ترسره کړې دي؛ د  علم، ادب ، تاريخ او ورزش په برخوکې زيات څيړنيز آثار لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته