هرات باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٥ :
د استاد کمال الدين بهزاد په ښارګوټي کې د يوه ورزشي جمنازيوم، فرهنګي مرکز او د عمومي حمام د جوړولو کار دوام لري .
د دغه فرهنګي مرکز، ورزشي جمنازيوم او حمام د جوړولو د کار بهير د هرات ښاروالۍ د مرستيال او سرپرست غلام نيک بين له خوا و څيړل شو.
د هرات ښاروالۍ مسوولين وايي: فرهنګي مرکز په ٣٩٠ مربع متره ساحه کې د ٧٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت، ورزشي جمنازيوم د ٩٠زرو امريکايي ډالرو په لګښت او عمومي حمام د سلو زرو امريکايي ډالروپه لګښت د اروپا اتحاديې له خوا جوړيږي.
دغه راز د ښاروالۍ مسوولين وايي چې د دغو پروژو عملي کار دوه مياشتې مخکې پيل شوى او تر راتلوونکو دوو مياشتو پورې بشپړيږي.
د يادونې وړ ده چې دغه پروژې د دريو پرمختيايي شوراګانو له خوا په دې ساحه کې جوړيږي او څه ناڅه پنځه زره کورنۍ ورڅخه ګټه اخلي .
0 1 دقیقه لوستل