امنیت

په غزني کې اته ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د وږي٤مه
په هغو هوايي عملياتو کې چې تېره شپه دغزني په قره باغ  ولسوالۍ کې ترسره شول اته ډار اچوونکي ووژل شول.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې، افغان هوايي ځواکونو تېره شپه دغزني د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ډار اچوونکو پر پټنځي بريد کړى دى.
سرچينه زياتوي، چې په ياد بريد کې اته ډار اچوونکي وژل شوي او د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل او دوه موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
  ختم- شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته