امنیت

په تېرو دوو مياشتوکې ٢٠٠ تنه طالبان په کندز کې وژل شوي دي

کابل/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
په کندز ولايت کې په تېرو دوومياشتوکې نږدې٢٠٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې: د کندز والي عبدالجبار نعيمي نن په  يوه خبري غونډه کې وويل چې په تېرو دوو مياشتوکې د هېواد د امنيتي او دفاعي  ځواکونو په ګډو عملياتوکې په کندز کې د وسله والو طالبانو د کليدي قوماندانانو په ګډون څه ناڅه٢٠٠ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ده زياته کړه چې په همدې موده کې څه ناڅه ٦٠ تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي او د دغه ولايت د مرکز او د اړوندو ولسواليو مهمې سيمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوې دي.
د وسله والو طالبانو پنځه ټينګ سنګرونه، ١١ قرارګاوې او يو جېل په بشپړه توګه له منځه وړل شوي او د دښمن اته موټرونه، ٩١ ماينونه او يوه زياته اندازه جنګي وسايل کشف او له منځه وړل شوي دي.
د کندز والي وويل چې دښمن د جګړې په ډګرکې دامنيتي او دفاعي ځواکونوپه وړاندې د مقاومت وس نلري او امنيتي او دفاعي ځواکونه د ډار اچوونکو د هر راز بريدونو  د مخنيوي او شنډولو په خاطر بشپړتيارى لري.
د کندز والي  اقتصادي ، پرمختيايي او دپوهنې په برخه کې پرمختګونه د امنيت په شتون پورې اړوند وبلل او له خلکو څخه يې وغوښتل چې د اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ لپاره د هېواد د پوځيانو ملاتړ وکړي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته