سیاست

جمهوررئیس غني د هند لومړي وزیر سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته پرون له غرمې مخکې د هند پلازمېنه نوي ډیلي په حیدراباد ماڼۍ کې د دغه هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي تود هرکلی ووایه او دواړو لورو په پام وړ موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د دواړو هېوادونو پلاویو هم حضور درلود، په پیل کې د هند لومړي وزیر د هېواد جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له هغه څخه د بلنې د منلو او هند ته د رسمي سفر  له امله مننه وکړه.
د هند لومړي وزیر د افغانستان جمهوررئیس او خلکو ته د وروستیو تروریستي پېښو په خاطر خواخوږي څرګنده کړه وې ویل، موږ ستاسې په غم کې شریک یوو.
د هېواد جمهوررئیس د هند د لومړي وزیر د رسمي بلنې او د دغه هېواد د خلکو له مېلمه پالنې مننه وکړه وې ویل: خوښ یم چې یو ځل بیا د دوستۍ او صمیمیت په فضا کې تاسې سره ملاقات کوم.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او جنوبي اسیا په اړه د امریکا دمتحده ایالاتو د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته د رامنځته شوي فرصت په اړه خبرې وکړې او د هغې د ارزښتناک بللو ترڅنګ یې د یادې ستراتیژۍ تطبیق په افغانستان او سیمه کې د دوامداره سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم وباله.
هغوی د سیمې د بېلابېلو مسئلو،له تروریزم سره د مبارزې او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه مفصل بحث او خبرې وکړې. 
جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاریو په ځانګړي ډول د زیربنایي پروژو تطبیق قدردانۍ وکړه وې ویل، د افغانستان او هند همکارۍ زیاتې پیاوړې شوې دي.
هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ستراتیژۍ همغږې دي او دا به زموږ د پرمختګ او ترقۍ لامل شي. هغه وویل، د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ګډو موخو ته د رسېدو په خاطر د دواړو هېوادونو پر پالیسيو، ګډ کار کوو.
د هند لومړي وزیر وویل، حکومت او د دغه هېواد ۱،۲میلیارد وګړي به په ټولو برخو کې د هوسا او اباد افغانستان په خاطر تل د افغانستان دولت او خلکو ترڅنګ وي، ځکه د دواړو هېوادونو  خلک په خپلو کې اوږدې او پراخه اړیکې لري. 
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او هند تر منځ د ستراتیژیکي همکاریو پر ژمنو بحث وکړ او د دغو مذاکراتو پایلې یې مثبتې وارزولې وې ویل، د دواړوهېوادونو ترمنځ د انکشافي همکاریو نوی سند چې دمخه لاسلیک شوی، بریالی دی او پام وړ پایلې به ولري.
دغه راز نریندرا مودي د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې پروسې ملاتړ  او ټینګار یې وکړ چې د سیمې هېوادونه باید د تروریزم له کرغيړنې پدیدې سره صادقانه مبارزه وکړي او د تروریستانو امن پټنځایونه له منځه یوسي.
په کتنه کې د اقتصادي مسئلو پر اهمیت، سیمه ییز اتصال، د افغانستان – هند هوايي دهلیز او له دې لارې د افغانستان په صادراتي محصولاتو بحث وشو او هغه یې د افغان بزګرو د تولیداتو  د ملاتړ لپاره وړ فرصت وباله. په دې اړه تفاهم وشو په داسې میکانیزم دې کار وشي چې د هند په بازارونو کې د افغانستان محصولاتو لپاره، بازار موندنه وشي.
په دې کتنه کې موافقه وشوه چې دواړه هېوادونه دې د همکارۍ د ستراتیژيو په اړه په ټولو کچو همغږۍ او خبرو ته دوام ورکړي، دغه راز دې د سمندري دهلېز په اړه چې منځنۍ اسیا له هند سره نښلوي هراړخیزه بحثونه وشي.
دغه راز موافقه وشوه چې دواړه هېوادونه دې په بېلابېلو برخو کې د خپلو سیمه ییزو او بین المللي شریکانو سره همغږۍ، همکارۍ او مشورو ته دوام ورکړي، ترڅو عمده اهداف په ځانګړي ډول سوله او ثبات په سیمه کې په تلپاتې او دوامدار ډول تامین شي.
دواړو لورو د چابهار بندر ارزښت ته په اشارې دغه بندر ته د غنمو د لومړۍ محمولې د رسیدو هرکلی وکړ وې ویل، افغانستان، هند او ایران دې له دې بندر څخه د زیاتې ګټې اخیستنې په موخه خپلې ګډې هڅې چټکې کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني له افغانستان سره په تحصیلي برخه کې د هند دهمکارۍ مننه وکړه او له هندي لوري یې وغوښتل چې د افغانستان د محرومو ولایتونو ځوانانو ته دې د حرفوي کورسونو او کرنیزو تخصصي روزنې په برخو کې تخصیص ورکړي.
هغه زیاته کړه دېته په کتو چې هند په نړۍ کې د دیموکراسۍ یو ستر تمثیلونکی هېواد دی، موږ غواړو د تخنیک او رڼو ټاکنو په برخه کې د دې هېواد له ارزښتناکه تجربو ګټه واخیستل شي. په دې اړه موافقه وشوه چې د دواړو هېوادونو ټاکنیز کمېسیونونه دې همغږي او تجربې سره شریکې او تبادله کړي.
دغه راز یې څرګنده کړه، په هند او افغانستان کې دې د افغان محصلانو اتحادیه جوړه شي چې له ولس سره د ولس د ښو اړیکو پیاوړتیا ته زمینه برابره او دغه راز دې د افغانستان او هند د ځوانانو متقابلو لیدلورو څخه استفاده وشي.#پاى-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته