امنیت

دغورماچ دنومول شوي ولسوال په ګډون ١٤ تنه طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل باختر دلړم لومړى :
١٣ تنه وسله وال طالبان پرون دفارياب ولايت په دريو ولسواليو کې ووژل شول
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول نصرت الله جمشيدي باختراژانس ته وويل چې دغه طالبان دفارياب ولايت دقيصار  ، غورماچ او چهل ګزې  په ولسواليو کې  دامنيتي  او دفاعي ځواکونو د نويد- ٦ دچاڼيزو عملياتو په دوام دهوايي ګوزارونو له امله ووژل شول .
  يوه اړونده  خبرځاى وويل چې په دغو بريدونوکې نهه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي او ددښمن څلور موټرسايکلونه او دوه داشکې ويجاړې شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال تيره شپه له پوليسو سره په نښته کې ووژل شو
  دکوماندودځواکونووياند احمدجاويد سليم وايي چې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دغورماچ ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال ګلبدين ددوو تنو ساتوونکو سره يې دپوليسو د ډزو له امله ووژل شول او نهه تنه افراد يې سخت ټپيان شول.
ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته