ورزش

دافغانستان دکرکټ ملي ټيم د ويست انديز دکرکټ دسياليو اتل شو

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم د ويست انديزپه هيوادکې دسياليو اتلوالي وکټله.
دافغانستان دکرکټ بورډ د رسنيو مسوول فريدهوتک باختراژانس ته وويل: دغه سيالۍ درې ورځې مخکې دکوربه هېواد بنګله ديش او دافغانستان دهېوادونواودباربلوس دټيمونو په ګډون دسرينداد ټاپو دپنځوسمې کاليزې دنمانځنې له امله په ويست انديز کې پيل شوي وي.
هوتک زياته کړه چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم  خپله وروستې لوبه دباربلوس له ټيم سره ترسره کړه چې  دغه ټيم په شلو آورو کې او دنهه تنو لوبغاړو په خارجولو سره ١١٩ منډې ترسره کړې او دافغانستان  ملي ټيم ته يې ١٢٠ هدف وټاکه  چې دافغانستان ملي ټيم ورکړې شوې هدف په اوولسو آورو کې اودڅلوروتنو لوبغاړو په خارجولو سره بشپړکړ اوددغو سياليو اتلوالي يې وګټله.
اصغر ستانکزي اونوروز منګل ددغو سياليو بريالي لوبغاړې اونبي عيسى خيل دغوره لوبغاړې په توګه اعلام شول.
دافغانستان دکرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکتر حامدشينوارې دباختراژانس خبريال ته وويل:  دافغانستان ملي  اودبنګله ديش ملي ټيم په دغو سياليو کې هريوه شپږنمرې وګټلې خو دافغانستان دنمرو اوسط دنورو ټيمونوپه نسبت زيات و له دې امله ددغو سياليو اتلوالي په افغانستان پورې اړه پيداکړه او دافغانستان دکرکټ ملي ټيم داتلوالي دملي جام دترلاسه کولو په ترڅ کې  پنځوس زره امريکايي ډالره هم ترلاسه کړل.
شينوارې ددغه برياليتوب له امله دهېواد  خلکو ته دمبارکي د ويلو په ترڅ کې څرگنده کړه چې له دغو برياليتوب  وروسته دهېواد دکرکټ ملي ټيم  په يوې ډيرې لوړې روحيې سره کولاى شي دکرکټ دنړيوال جام په سياليو کې چې ټاکل شوى ده په نږدې راتلوونکې کې په سريلانکا کې ترسره شي، ګډون وکړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته