سیاست

جمهوررئیس حامدکرزي د کویټ د نوي نا استوګن سفیر باورلیک ومانه

کابل_باختر د ثور دمياشتې٩ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د کویټ هېواد د نوي نا استوګن سفیر ښاغلي " خلف بوظهیر" باور لیک نن  د یو لړ تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د باور لیک د وړاندې کولو له مراسمو وروسته چې په هغوکې د بهرنیو چارو وزیر ضراراحمد عثماني هم حضور درلود، د هېواد جمهور رئیس او د افغانستان لپاره د کویټ هېواد نوي نااستوګن سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا په باب خبرې وکړې.
د کویټ هېواد نوي نا استوګن سفیر دخپل هېواد د امیر او صدراعظم سلامونه او نېکې هیلې جمهوررئیس کرزي ته و رسولې، او ډاډ یې څرګند کړ چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت په بهيرکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه وکړي.
جمهور رئیس حامدکرزي د کویټ هېواد نوي سفیر ته په  افغانستان کې په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.
همدا راز دهېواد جمهوررئیس په افغانستان کې د پانګې اچونې د لازمو فرصتونو د شتون په باب ښاغلي "خلف بوظهیر" ته معلومات ورکړل او له ده څخه یې وغوښتل چې کویټي پانګوال وهڅوي ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته