اقتصاد

دجوزجان دتيلو لرونکې سيمې سروې کېږي .

کابل باختر د چنګاښ ديارلسمه : دازبکستان او افغانستان دکانونو او پتروليم دوزارتونو دسروي ګرانو ګډ هيئت دجوزجان دتيلو او ګازو لرونکو سيمو دسروې په مقصد نن دغه ولايت ته سفروکړ . دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، ددغه هيئت په سرکې ددواړو هېوادونودکانونو اوپتروليم دوزارتونو پاليسي جوړونکى معينان موظف کړى شوي دي چې په دغه ولايت کې دتيلو اوګازو لرونکې سيمې تثبيتې اووڅيړي ددغه هيئت غړو دجوزجان له والي لطف الله عزيزي سره په کتنه کې دغه ولايت ته دسفر موخه چې په عمده توګه دتيلو لرونکو ساحو سروې ده بيان کړه او ويې ويل چې ددواړو هېوادونو دجمهورو رييسانو ترمنځ دتفاهم پربنسټ ساحې سروې کوي او وروسته دتيلو او ګازو دراايستلو او بازار موندلو په لاره کې په ګډه همکارى کوي دجوزجان والي دغه هيئت ته په دغه ولايت کې دبشپړ امنيت ډاډ ورکړ او ويې ويل چې په دې لاره کې به له هيڅ راز همکارى څخه دډه ونه کړي . دغه هيئت په داسې حال کې چې ددولتي مسوولانو له خوا يې ملګرتيا کيده دجوزجان دتيلو او ګازو لرونکې ساحې وکتلې . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته