ټولنه

درې تنه په ترافیکي پېښه کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۳ مه / باختر
په بغلان کې پرون په ترافیکي پېښه کې درې تنه ووژل شول او ٢٠ تنه نور ټپیان شول.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونیار عبدالمنان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال علي علمي ته وویل چې دا پېښه د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ناجو ساحه کې له یوه کاماز موټر سره د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوه.
د مرکزي بغلان روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر خلیل نرمګوى وویل چې ١٥ ټپیان روغ شوي دي، خو پنځه تنه نور چې سخت ټپیان شوي دي؛ جدي څارنې ته اړتیا لري.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته