امنیت

امنيتي ځواکونه وستايل شول

کابل باختر د وري درې ويشتمه :
دپروان ولايت امنيتي ځواکونه  نن ددغه ولايت د والي له خوا وستايل شول .
دباخترآژانس د خبريال دخبر له مخې: د پروان ولايت والي او د رهبرى هيئت په يوې ځانګړې غونډه کې د امنيتي ځواکونو د زيار او هلوځلو قدرداني وکړه او ويې ويل: د هيواد د امنيتي ځواکونو زړورتيا او ځواکمنۍ نه يواځې د افغانستان د خلکو بلکې د نړيوالې ټولنې د حيرانتيا وړ وګرځيده .
د پروان والي دګرجنرال عبدالبصيرسالنګي د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د بريالي سرته رسيدو له امله قدرداني وکړه څرګنده يې کړه: دافغانستا ن خلکو ته د خوښي ځاى دى چې د انتخاباتو بهير يې په بري سره سرته ورساوه او په دې لاره کې يې د امنيتي ځواکونو رول وستايه .
د پروان والي په پاى کې ځينو امنيتي ځواکونو ته د ګلو ګيډۍ او ستاين لکيونه ورکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته