امنیت

وسلې او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلل

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
د غزني ولايت د ملي امنيت ځواکونو يوه اندازه جنګي وسايل کشف او ضبط کړل.
دغزني ولايت دملي امنيت يوه مسوول خبرځاى دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغوجنګي وسايلوکې٢٥٠کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، د د وسايطو او پرسونل ضد او مقناطيسي٧٠ ماينونه، د توغندي ١٧ماينونه، يو کره بين ټوپک، لاسي بمونه او ١٠٠ ريموټ کنترولونه شته .
خبرځاى وويل: دغه جنګي وسايل د غزني ولايت د اندړو او د لوګر ولايت د بره کي برک ولسواليو په مربوطاتوکې د جلاجلا عملياتو په بهيرکې ترلاسه شوي دي .
خبرځاى زياته کړه: د دغوجنګي وسايلو په کشفولو سره د تروريستي بريدونو او د بې ګناه خلکو د وژنې مخه نيول شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته