کابل باختر د غبرګولي څليرويشتمه :
د ٢٠٧ ظفر قول اردو يو قوماندان له يوتن سرتيري سره په غور ولايت کې دوسله والو طالبانو په بريد کې ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
دغور ولايت وياند عبدالحي خطيبي دباختراژانس خبريال ته وويل د ٢٠٧ ظفر قول اردو دلومړي کندک قوماندان ډګروال شعيب بخشي چې پرون مازيګر دفيروزکوه او پسابند دولسوالۍ دلارې دپرانستلو په مقصد تللي و دطالبانو د هاوان دماين دلګيدو له امله شهيد شو .
ده زياته کړه په دې پيښه کې دملي اردو څلور تنه سرتيري ټپيان شول .
خطيبي زياته کړه چې طالبانو دپسابند _ فيروز کوه لويه لاره له يوې اوونۍ راپديخوا تړلې ده چې دپرانستلو لپاره يې هلې ځلې دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ