امنیت

طالبان د کلفت له تجارتي بندر څخه وشړل شول

 کابل / د وري ٣٠مه / باختر
پوځيانو په جوزجان کې د کلفت تجارتي بندر له درېيو کلونو وروسته له وسله والو طالبانو څخه بېرته ونيو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ لسګونه پوځيانو د کومانډو ځواکونو په مرسته پرون ناوخته په قرقين ولسوالۍ کې دغه تجارتي بندر ونيو.
وسله والو طالبانو په دغه بندر کې تاسيسات جوړ کړي وو.
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې پوځيانو د افغانستان درې رنګه بيرغ د کلفت تجارتي بندر د پاسه ورپاوه.
دغه قول اردو وايي چې په بريد کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته