امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په پکتيکا کې د سرحدي ځواکونو له خوا ووژل شول

کابل باختر د  مرغومي  پنځمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په پکتيکا ولايت کې د سرحدي ځواکونو له خوا ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه ناوخته کله چې له پاکستان څخه پکتيکا ولايت ته راغلي وو،  بريد وشو .
په پکتيکا ولايت کې د سرحدي پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د افغانستان دسرحدي ځواکونو په ډزوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ده وويل: دغه وسله وال طالبان د ډار اچوونکو فعاليتونو د ترسره کولو په خاطر له پاکستان څخه  دپکتيکا ولايت ته راغلي وو.
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته