خبرونهاقتصاد

نورالدين عزيزي: خصوصي سکتور د صنعت او سوداګرۍ وزارت، پياوړى مټ دى

کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي د هېواد، د لوېديځ زون د کسبګرو اوهټيوالو د خونې له غړو سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛  د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې کتنه کې  د لوېديځ زون د کسبګرو اوهټيوالو د خونې رييس عبدالودود فيض زاده د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خصوصي سکتور کور وباله او د کسـبګرو او اصنافو د پرمختګونو او ستونزو په اړه معلومات ورکړل.

په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم خصوصي سکتور د دغه وزارت پياوړى مټ وباله او له دغه سکتور سره  د ملاتړ د اعلام په ترڅ کې یې ژمنه کړې، چې د کسبګرو او اصنافو ستونزې به ډېر ژر وڅېړل شي.

عزيزي څرګنده کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول هېواد کې د امنيت په تأمينولو سره خصوصي سکتور ته مناسبه زمينه برابره کړې ده.

د کتنې په پاى کې د لويديځ زون د کسبګرو او د هټيوالو د خونې مسئولينو د صنعت او سوداګرۍ  وزارت د مشرتابه  د ښو فعاليتونو په خاطر نورالدين عزيزي ته د مننې لوحه ورکړه.

\ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا