ټولنه

فاسدو مامورينو ته د باميانو د والي خبردارى

کابل باختر دسلواغې ١٤ نيټه :
د باميانو والي محمدطاهر زهير ويلي دي  چې له دې وروسته به  له فاسدو  مامورينو سره  جدي  چلند وکړي.
د باخترآ ژانس د خبريال د خبرله مخې ؛   د باميانو والي  ملت ته  د حکومت 
د رپوټ ورکولو په کنفرانس کې وويل ؛  فاسدو مامورينو ته به اجازه ورنکړي  چې خلکو ته   د خدمتونو د وړاندې کولو مخه ونيسي .
ده وويل ؛  زموږ هدف  د سالمې ادارې  جوړول دي اوله مفسدينوسره په  غوڅه توګه مبارزه کوو او د هر فاسد مامور له پيژندنې وروسته  يې څارنوالۍ ته معرفي کوو.
له بله پلوه د باميانو مدني فعالانو ويلي دي چې،يو شمېر فاسد کسان سره له دې چې د فساد په دليل   له دندې څخه ګوښه شوي دي ،خو له څه مودې وروسته  بېرته په يوه بله اداره کې استخدام شوي دي .
خو د باميانو  ولايت سيمه ييزو مقاماتو ويلي دي  چې، په وروستيو دوو کلونو کې لس  تنه  لوړ رتبه  حکومتي  مامورين څارنوالۍ ته معرفي شوي دي چې يوشمېر يې مجازات شوي دي او يوشمېر نور يې د عدلي اوقضايي بنسټونو   تر تعقيب لاندې دي.  پاى ج؛ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته