کابل/ باختر/ د وږي ٢٣مه پنځه وسله وال طالبان تېره شپه په روزګان کې د کومانډویانو په بريدکې ووژل شول. د ځانګړوعملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول عبدالغفار نورستاني باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د کومانډو ځواکونو په هغو عملياتوکې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د ترينکوټ په مرکز پورې اړوند نهر آباد او شاه منصور کليوکې ترسره شول؛ ووژل شول. هغه زياته کړه چې په عملياتوکې دوه طالبان ټپيان شول او د دښمن١٤ پوستې، دوه تونلونه، ۱۱ کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او څلور ماينونه په ساحه کې له منځه يوړل شول. ختم- شکريه-اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ