
کابل، د وري ۲۰مه، باختر
د نورستان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د پوهنې وزارت په وړاندیز او رئیس الوزا دفتر د منظورۍ پر اساس هغه مجاهدین چې د تېر شل کلن جهاد په لړ کې یې زده کړې نیمګړې پاتې شوې وې په دولسمو ټولګیو کې جذبوي.
د دغه ولايت د پوهنې ریاست تدریسي چارو مرستيال سید رسول عابد باختر آژانس ته وویل، په همدې موخه مرکز پارون ښار کې ۳۸۰ تنو مجاهدینو څخه ازموینه اخستيل شوې او په نږدې وخت کې به ختیځ او لوېدیځ نورستان کې له مجاهدینو آزموینه واخلي.
عابد زیاته کړه، چې د آزموینې بریالي کسان به د خپلو سيمو نږدې لېسو ته وروپېژندل شي او د زده کړو څخه وروسته به ورته دولسم ټولګي فراغت سندونه ورکړل شي.
ورته مهال د آزموینې ګډونوال د یادې پروسې څخه خوښ دي او د پوهنې وزارت د دغه پرېکړې هرکلی کوي.
لمر\ جلالي