کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٥ :
د کندز ولايت سيمه ييزو مقاماتو اعلام وکړ چې امنيتي ځواکونه د کندز ښار په ټولو برخوکې په بشپړه توګه واکمن شول.
دوى وايي: اوس امنيتي ځواکونه د کندز ښار په ټولو برخوکې ځاى پرځاى شوي دي او ځانګړي ځواکونه هم په ځينو مشکوکو سيموکې دکورونو په پلټنې پيل کړى دى.
په کندز ښار د طالبانو له پراخ بريد او د يرغلګرو له خوا د دغه ښار له نيولو څخه لس ورځې تيريږي .
د کندز ولايت سرپرست حمدالله دانشي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د امنيتي ځواکونو دګډو عملياتوپه بهيرکې په کندز ښارکې د تروريستي ډلو افرادو ته د سر دروند زيان اوښتى دى او ماتې يې خوړلې ده او اوس د ښار داسې ساحه نشته چې امنيتي ځواکونه پکې نه وي.
دغه سيمه ييز مقام وويل: ددغه ښار په ټولو سيموکې ا منيتي ځواکونو له ځاى پرځاى کيدو وروسته اوس په ځينو سيموکې دکور په کور پلټنې عمليات پيل کړي دي؛ ترڅو هغه يرغلګر چې د خلکو په کورونوکې پټ شوي دي؛ ونيسي .
دکندز پوځي مقامات وايي چې د کندزښار شاوخوا سيمې د امنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې دي او د دې امکان نشته چې پټ شوي يرغلګر له دغه ښارڅخه وتښتي.