
کابل، د زمري ۱۴مه، باختر
د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار کې د سرحدونو، قومونو او قبائلو چارو آمریت لخوا د قومونو د یووالي، د نظام د ملاتړ په موخه یوه لویه ولسي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري سربېره قومي مشرانو، دیني عالمانو، د ولایت اړوند ملکي او نظامي ادارو مسوولینو ګډون کړی و.
په پیل کې د ولایت مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر امین الله اخندزاده د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په دغه ولایت کې د مېشتو قومونو د معرفت د ولسونو ترمنځ د یووالي او د ولایتي ادارې هغه لاسته راوړنې چې د قومونو د اتحاد او یوالي په برخه کې یې لرلې د غونډې ګډونوالو سره شریکې کړې.
همدا راز د ولسونو په استازولۍ یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو په جهادي بهیر کې د دې ولایت د ولسونو قربانيو او سرښندنو یادونه وکړه او هم یې د ولسونو د اوبو مدیریت په موخه د بندونو، سړکونو، روغتیایي او پوهنیزو مرکزنو جوړول او یو شمېر نورې غوښتنې پلاوي سره شریکې کړې او د ولسونو په استازولۍ یې د اسلامي امارت د کلک ملاتړ ډاډ ورکړ.
ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په تېر شل کلن جهادي بهیر کې د اسلامي نظام د راتګ لپاره د دې ولایت د مجاهدینو او ولسونو د قربانیانو او سرښندنو ستاینه وکړه.
نوري مشرانو او د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې غوښتنې به یې د مشرتابه مقام سره شریکوي او اسلامي امارت د ټول هېواد په کچه د زده کړو، بیا رغونې، اقتصاد او ټولو ستونزو ته د اساسي حل په موخه ښه پلانونه لري چې په نږدې راتلونکي کې به تاسو د ډېرو لویو کارونو شاهدان و اوسئ.
لمر