ښوونه او روزنه

په بدخشان کې د دويم ځل لپاره د کانکور آزموينه واخستل شوه

کابل – باختر دکب دمياشتې ١
دلوړو زده کړو او نيمه لوړو زده کړو  مرکزونو ته دلارې موندنې  دکانکور ازموينه ددويم ځل لپاره  په بدخشان ولايت کې واخستل شوه .
په دې آزموينه کې  چې په بهارک ولسوالۍ کې واخستل شوه  دبدخسان ولايت له شپږو ولسواليوڅخه دنجونو او هلکانوپه ګډون ددولسمو ټولګيو نهه سوه پنځوسو  تنو فارغانو ګډون کړى وو.
داپه داسې  حال کې ده  چې ددغو ځوانانو تيره آزموينه  دهغه څه په باب چې دسوالونو خپريدل اوپه دغه آزموينه کې دځينو سيمه ييزو زبرځواکو لاسوهنه بلل شوې وه  دلوړو زده کړو  وزارت له خوا مردود اعلام شوي وو.
دلوړو زده کړو وزارت دهيت رييس روضته الله په بدخشان کې دباختر آژانس خبريال ته وويل   چې داخلې آموزينه  په يولړ بدلونونوسره  او ترسختو امنيتي تدبيرونو لاندې  واخستل شوه چې ددرغلۍ امکانات پکې نه وي .
په بدخشان کې دکانکور آزموينه دلارې دخرابوالي له امله   ددغه ولايت په څلورو  زونونو کې اخستل کيږي . دنورو زونونو آزمويني پخوا اخستل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته